ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جي‌۷ هېوادونه: کابل دې د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره کوټلي ګامونه واخلي

جي‌۷ هېوادونه: کابل دې د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره کوټلي ګامونه واخلي

author avatar
21 May 2023 - 11:03
جي‌۷ هېوادونه: کابل دې د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره کوټلي ګامونه واخلي
author avatar
21 May 2023 - 11:03

کابل (پژواک، ۳۱ غويی ۱۴۰۲): د «جي۷» غړو هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي، د ښځو او نجونو حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی وکړي او د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو «جي ۷» مشران – چې پکې امریکا، جاپان، جرمني، انګلستان، فرانسه، کاناډا او ایټالیا شامل دي- تېره جمعه په جاپان کې سره راټول شول او نن يې د کلنۍ ناستې وروستۍ ورځ ده.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د يادو هېوادونو مشرانو د خپلې کلنۍ ناستې په اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او دا ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به پر بل هېواد د ترهګریز برید لپاره نه کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې، د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد ويلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د یوه مسوول حکومت په توګه چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي او له نورو هېوادونو څخه په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو هم تمه لري چې د خپلو هغو اتباعو مخه ونیسي چې افغانستان ته د ورانکارو کړنو ترسره کولو په موخه د داخلېدو هڅه کوي.

دغه‌راز، د «جي ۷» هېوادونو د مشرانو په اعلامیه کې افغانستان کې د حکومت جوړښت او سیاسي مشارکت ته هم اشاره شوې او پکې راغلي، ټول افغانان باید په بشپړه معنی د ژوند په ټولو برخو کې ګډون ولري او په انډولیزه توګه له بشري مرستو او بنسټیزو خدمتونو برخمن وي.

سرچينه زياتوي، غړو هېوادو له اسلامي امارت څخه غوښتي چې په سیاسي بهیر کې د نورو لورو د ګډون او د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره کوټلي ګامونه واخلي؛ داسې چې ټول افغانان پکې برخه ولري.

د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې حکومت یې ټول‌ګډون دی او  د لا ټول‌ګډونوالي لپاره یې هڅې کوي.

همداراز د «جي۷» هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ښځو او نجونو د حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک او د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی وکړي او د دغه سازمان فعالیت ته لاره هواره کړي.

تر دې وړاندې، د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو کې پر افغان ښځینه کارکوونکو د بندیز په اړه ویلي، دا د افغانستان داخلي ارزښتي موضوع ده او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي.

په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او دغه‌راز د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې ځنډول شوي، خو د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې دغه بندیز موقتي دی او دا ستونزه به د شریعت په چوکاټ کې حل شي.

د «جي ۷» هېوادونو د اعلامیې په پای کې راغلي، دغه هېوادونه او نړۍ د افغانستان د اوسني حکومت د پرېکړو پر وړاندې متحدانه عمل کوي.

Views: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.