Language

په ۱۱ ولایتونو کې څه باندې شپږ زره جریب ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲):  د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې یې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې له ۶  زره جریب ډېره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.

یاد وزارت نن (د غویي ۳۱مه) د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي، د کوکنارو کښتونو له منځه وړلو کمپاین په لړ کې، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د تېرو دوو ورځو پر مهال د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۶ زره او ۱۷۴ جریب د کوکنارو کښتونه له منځه وړي دي.

login or register a new account.

Related Topics