کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د نسبتاً شدید باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د یادې ادارې د اعلامیې له مخې، سبا او بل سبا (د غبرګولي په لومړۍ او دویمه) د سالنګونو په ګډون کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، غور، دایکنډي، بامیان، میدان وردګ، نورستان، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د نسبتاً شدید بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
د سرچینې په خبره، په بېلابېلو ځایونو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پورې اټکل شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP