مزارشریف (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې د وسلهوالو غلاوو په تور څلور کسیزه ډله نیولې ده.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري وایي، یاد کسان د شپې مهال د خلکو کورونو ته اوښتل او وسلهوالې غلاوې به یې کولې.
هغه زیاتوي، له نیول شوو کسانو څخه دوه تومانچې، دوه سوه زره افغانۍ، یوه اندازه سره زر او دوه موبایلونه ترلاسه شوي دي.
د نوموړي په وینا، نیول شوي کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP