کندوز (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د کندوز ښاروالۍ مسوولین د دغه ولایت په مرکز کې د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د فرعي سړکونو کانکرېټ کولو پنځو پروژو د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته سپارلو خبر ورکوي.
د مسوولینو په خبره، دغه پروژې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې پلې شوې او په ټوله کې پرې ۳۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی دی.
د کندوز ښاروال مولوي ګلمحمد الیاس وایي، یادې پروژې یې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه پلې کړې دي او هڅه کوي چې د ورته پروژو په پلې کولو سره د کندوز اوسېدونکو ته د ژوند ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه زیاته کړه: «موږ د کندوز ښار په څلورو ناحیو کې د کوڅو د کانکرېټ کولو پنځه پروژې بشپړې کړې چې عملاً له هغو څخه ګټه اخیستل کېږي؛ د دغو پروژو بودجه د یونپس موسسې له خوا ورکړل شوې ده.»
په ورته وخت کې، د کندوز اوسېدونکي د یادو پروژو له پلې کېدو خوښي ښيي او له حکومته د لا ډېرو پراختیایي پروژو پلې کولو غوښتنه کوي.
د کندوز یو اوسېدونکی عبدالغفور قیومي وایي، د دغو کوڅو له کانکرېټ کېدو مخکې خلک په ژمي کې له خټو او خاورو او په اوړي کې د دوړو له ستونزو سره مخ وو.
هغه زیاته کړه: «موږ ډېر خوښ یو چې کندوز ښار کې فرعي کوڅې کانکرېټ شوې، خلک په واقیعت سره له ستونزو سره مخ وو، زموږ غوښتنه داده چې د ښار په کچه دې ډېرې پروژې تطبیق شي.»
د کندوز یو شمېر نور اوسېدونکي هم د پراختیایي پروژو تطبیق او د هوساینې خدمتونو غوښتنه کوي.
په کندوز ښار کې یادې پروژې په داسې حال کې پلې کېږي چې پخوا د دغه ولایت اوسېدونکو د ښار د فرعي کوڅو له خرابوالي شکایت درلود او خپلو ستونزو ته یې د رسېدنې غوښتنه کړې وه.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن