ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې له ۲۰۰ زره ډېرو غواګانو ته د لمپي‌سکین ضد واکسین تطبیقېږي

بدخشان کې له ۲۰۰ زره ډېرو غواګانو ته د لمپي‌سکین ضد واکسین تطبیقېږي

author avatar
22 May 2023 - 11:03
بدخشان کې له ۲۰۰ زره ډېرو غواګانو ته د لمپي‌سکین ضد واکسین تطبیقېږي
author avatar
22 May 2023 - 11:03

فیض‌اباد (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د بدخشان د کرنې او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په ملاتړ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د لمپي‌سکین یا د حیواني پوستکي ناروغیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ.

د یاد ریاست په خبره، دغه کمپاین تېره ورځ پیل شوی او ټاکل شوې چې د بدخشان ولایت په کچه ۲۳۰ زره ډوزه واکسین غواګانو او مېښو ته تطبیق شي.

د بدخشان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس قاري قطب‌الدین دهنوي وایي، د لمپي‌سکین ویروس د احتمالي خپرېدو مخنیوي په موخه یې د فیض‌اباد په ګډون، ۲۸ اداري واحدونو کې کمپاین پیل کړی دی.

نوموړي وویل: «دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په همکارۍ د حیواني روغتیا په ساحوي کلینیکونو کې تطبیقېږي.»

هغه وایي، لمپي‌سکین ناروغي د غواګانو او مېښو یوه ویروسي ناروغي ده چې د چیچونکو حشراتو په وسیله خپرېږي او په ۲۰۲۰ کال کې هند، چین، نیپال، بنګله‌دېش او سږ کال پاکستان کې هم خپره شوې ده او په افغانستان کې یې هم د خپرېدو امکان شته.

د بدخشان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس وویل چې لمپي‌سکین د وزو او پسونو تڼاکو او چیچک ته ورته‌والی لري، د څارویو په پوستکي کې پیدا کېږي او په پوستکي کې د دانو په ډول مشخص کېږي چې پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو سلنه ۴۸ او په منځني ډول د مړینې کچه ۱۰ سلنه ده.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.