ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د زرمینځنې کارخونې چت لوېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي

بدخشان کې د زرمینځنې کارخونې چت لوېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي

author avatar
22 May 2023 - 10:58
بدخشان کې د زرمینځنې کارخونې چت لوېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي
author avatar
22 May 2023 - 10:58

فیض‌اباد (پژواک، ۱ غبرګولى ۱۴۰۲): د بدخشان ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د زرمینځنې یوې کارخونې چت لوېدو له امله دوه کان‌کیندونکي مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست او د اطلاعاتو امر حکمت‌الله محمدي وویل، یاده پېښه تېره ورځ د راغستان ولسوالۍ په زرنداب سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې څو کان‌کیندونکي د سرو زرو پر استخراج بوخت وو او د زرمینځنې کارخونې چت ولوېد.

نوموړي زیاته کړه، په یاده پېښه کې دوه کارګران مړه  شوي او يو بل په ټپي حالت کې د ځايي خلکو له خوا له خاورو ایستل شوى دى.

هغه وویل: «یاد کارګران د راغستان په زرنداب سیمه کې په یوه کان کې چې مخکې کار پرې شوی و، د سرو زرو په لټه کې وو.»

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.