Language

د ایران او افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه

کابل (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې رییس ډاکټر عبدالباري عمر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د خوړو او درملو ادارې له عمومي رییس ډاکټر حیدر محمدي سره یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.

د خوړو او درملو ملي ادارې نن (دوشنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي چې د یاد هوکړه‌لیک له مخې به ایران د غذایي موادو او درملو د تولید، پروسس او ثبت برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي.

دغه‌راز، په یاد هوکړه‌لیک کې د غذایي موادو د قاچاق پر مخنیوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ښو اړیکو او همغږۍ ټينګار شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې په افغانستان کې به ایراني سوداګرو ته هم اسانتیاوې برابرې شي.

عبدالباري عمر دغه هوکړه‌لیک اغېزناک بللی او زیاته کړې یې ده چې له مخې به یې، د افغانستان د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو صنعت وده وکړي او کیفیت به یې هم ښه شي.

نوموړي ویلي چې له یاد هوکړه‌لیک سره د محصولاتو کیفیت ښه او له قاچاق څخه یې مخنیوی کېږي.