کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو پرمختیايي اداره (یواېنډيپي) وایي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د ابادۍ پروژې له لارې د کرنې او مالدارۍ برخه کې له نږدې ۱۳ زره ښځو سره مرسته کړی ده.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې تېره ورځ ناوخته پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې یې د ابادي پروژې له لارې د کرنې او مالدارۍ برخه کې له نږدې ۱۳ زره ښځو سره مرسته کړې د هغوی ملاتړ یې کړی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په دې اړه چې په کومو ولایتونو کې یې له یاد شمېر ښځو سره مرسته کړې ده، معلومات ور نه کړل.
یادې ادارې پر خپله ټويټرپاڼه د یوې افغانې فاطمې نوم یاد کړی او ویلي دي چې هغه د خپلې کورنۍ یوازېنۍ نفقه راوړونکې ده.
سرچینې زیاته کړې، فاطمه توانېدلې چې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په مرسته وزه واخلي، شیدې مستې او چکه یې وپلوري او خپل ژوند پر مخ بوځي.
له بلې خوا، دغه بنسټ ویلي چې د افغانستان په ټولو اتو سیمو کې یې ځوانانو ته په ځانګړې پاملرنه څه باندې ۶۵ زره کسانو او هغو ډلو ته چې په حاشیه کې ژوند کوي، مهارتي زدهکړې ورکړې دي.
د یادونې ده، د هېواد په کلیوالي سیمو کې د ډېرو کورنیو ژوند په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن