Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یونیسف: افغانستان کې څه باندې ۵۰۰ زره ماشومان په سیمه‌ییزو ټولګیو کې زده‌کړې کوي

کابل (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): په افغانستان کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د هېواد په کچه یې څه باندې ۵۰۰ زره هلکانو او نجونو ته د سیمه‌ییزو ټولګیو له لارې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

یونیسف نن په یوه ټویټ کې ویلي چې په ټول افغانستان کې څه باندې ۵۰۰ زره هلکانو او نجونو ته په سیمه‌ییزو ټولګیو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق زیاتوي، دغه سیمه‌ییز ټولګي د نجونو لپاره د زده‌کړو یوازینۍ لاره ده.

سرچینې ویلي، دغه اداره په ټول هېواد کې ۱۷۶۰۰ سیمه‌ییز ټولګی جوړ کړي او ملاتړ يې کوي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، دغه سازمان د مرسته کوونکو په مالي ملاتړ کولی شي چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې د سیمه‌ییزو ټولګیو شمېر ۲۱۰۰۰ ته لوړ کړي.

د یادونې ده، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاټر صندوق  (یونیسف) وړمه ورځ هم په یو ټویټ کې ویلي وو چې دغه بنسټ په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.