کندهار (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د کندهار د کانونو او صنایع خونې رییس سیدسرور اماني وايي، په دغه ولایت کې شته کاني توکي باید لومړی په داخلي فابریکو کې پروسس او بیا بهر ته صادر شي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «له کندهار څخه د مرمر ډبرې او ځیني نور کاني مواد پرته له پروسس څخه ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږي، خو کندهار ته بیا له هغه هېوادونو څخه پروسس شوې ډبرې او نور توکي په لوړه بیه را واردېږي.»
هغه زیاته کړه، دا چې په کندهار کې ډېر کانونه تثبیت شوي نو باید هغه صنعتکارانو او پانګهوالو ته د پروسس لپاره ورکړل شي چې په هېواد کې فابریکې لري.
نوموړي وویل: «موږ دلته بېلابېلې فابریکې لرو چې مثال یې د بېټریو کارخانه یادولی شو چې باید دوی ته کانونه په قرارداد ورکړل شي، موږ چې دلته هرڅه لرو باید دلته پروسس شي چې ډېره ګټه یې موږ ته پاته شي.»
اماني غوښتنه کوي چې پر مرمر ډبرو «ماربل» یا نورو هغو توکو چې له بهره واردېږي خو په هېواد کې دننه پرېمانه خام مواد شته، باید مالیه لوړه او داخلي فابریکو ته اسانتیاوې برابرې شي.
دغهراز صنعتکاران هم وايي، که دوی ته کانونه په مناسبه بیه ورکړل شي نو ډېر خلک به حاضر شي چې قراردادونه وکړي او خام مواد همدلته پروسس کړي.
د مرمر ډبرو د یوه کان قراردادي محمدهاشم په دې اړه وایي: «ډېر پانګهوال غواړي کانونه په قرارداد واخلي او د همدې سیمې قراردادي ته باید د نورو په پرتله لومړیتوب ورکړل شي.»
په ورته وخت کې، د کندهار د کانونو رییس مولوي عبدالحنان حامد وايي، د کانونو لپاره په مرکز کې داوطلبي کېږي او خلک کولی شي چې ګډون پکې وکړي.
د هغه په خبره، هڅه کېږي د کان قرارداد هغه چاته ورکړل شي چې د خپلې ګټې ترڅنګ د ولس ګټه هم په پام کې ولري.
نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته تر اوسه په کندهار کې له کانونو او ساختماني موادو څخه تر ۳۴۰ میلیون ډېرې افغانۍ عواید او یوازې په تېر ۱۴۰۱ کال کې بیا ۲۸۵ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي.»
هغه وایي، په کندهار کې ۱۴ کانونه په قرارداد ورکړل شوي چې د ځینو استخراج دوام لري او د ځینو لا هم نه دی پيل شوی.
هغه وویل: «د کانونو ټول قراردادونه په مرکز کې د داوطلبۍ له لارې کېږي.»
بلخوا په کانونو کې پر کار بوخت کسان هم وایي، د کانونو استخراج له ډېرېدو سره ډېرو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د مرمر ډبرو په یوه کان کې پر کار بوخت ثناءالله په دې اړه وایي: «زه پخوا بېکاره وم، اوس په دغه کان کې په کار اخته یم، ډېر خوشحاله یم چې دلته کار راته پيدا شوی، نو د کانونو استخراج چې زیات شي ډېر خلک به پر کار شي او د خپلو کورنیو لپاره به یو څه وګټي.»
Views: 362
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن