ښرنه (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د پکتیکا طبيعي پېښو ته د رسېدنې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شوي ۵۰ کورونه زلزلهځپلو ته وسپارل شول.
د یاد ولایت طبيعي پېښو ته د رسېدنې رییس مولوي مطیعالله منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کورونه په اسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړۍوالې ادارې /CWSA له خوا جوړ شوي او د سیمي ۵۰ زلزلهځپلو کورنیو ته وسپارل شول.
هغه زیاته کړه، یاد کورونه د ۱۰ میلیون ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د دوو میاشتو په موده کې جوړ شوي دي.
بلخوا د سیمې اوسېدونکي وايي، تېر کال زلزلې دوی ته پر ځاني زیان سربېره درانه مالي زیانونه هم واړول.
د دوی په وینا، د سیمې ډېری خلک بېکوره شوي او له حکومت او مرستندویه ادارو د کورونو جوړولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
د ګیان اوسېدونکي ډاکټر مجیب پژواک اژانس ته وویل، د تېر کال زورورې زلزلې د سیمې خلکو ته سخت زیانونه واړول او ټول مرستو ته اړتیا لري.
هغه وايي، نن د دوی په سیمه کې زلزلهځپلو ۵۰ کورنیو ته په اسیا کې د ټولنیزو خدمتونو موسسې له خوا جوړ شوي کورونه وسپارل شول.
د یاد ولایت طبيعي پېښو ته د رسېدنې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال په ګیان ولسوالۍ کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) ۲۲۱۰ زلزلهځپلو کورنیو ته او د نړۍوالې هوساینې اداره (IRW) بیا ۱۴۷ زلزلهځپلو کورنیو ته په اساسي ډول کورونه جوړي.
د پکتیکا په برمل، ګیان او زېړوک ولسوالیو کې د تېر کال په زلزله کې ۱۲ زره کورونه ویجاړ شول او شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.