کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): راپورونه ښيي، وسلهوالو د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د تېلو او ګازو پر تاسیساتو برید کړی چې په کې څلور پاکستاني پوليس او دوه د دغه کمپنۍ ساتونکي وژل شوي دي.
د پاکستان ايکسپريس ټريبون ورځپاڼې په سیمه کې د پولیسو د یوه چارواکي عرفان خان له قوله لیکلي چې شاوخوا پنځوس وسلهوالو په هنګو کې د «ایماوایل» په نوم د تېلو او ګازو کمپنۍ پر تاسیساتو برید کړی دی.
هغه ویلي چې په دغه برید کې څلور پولیس او د یادې کمپنۍ دوه کارکوونکي وژل شوي دي.
هغه زياتوي، وسلهوال له برید وروسته له سیمې څخه تښتېدلي دي.
د یاد برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP