[restrict paid=”true”]
فېروزکوه (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): په غور ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٧ کسان مړه شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالواحد حماس ویلي، نن مازيګر د فېروزکوه ښار په شهر مدرسه او د پسابند ولسوالۍ په کاکري او سنګان سیمو کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٧ کسان مړه شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
حماس زیاته کړه چې په یادو سیمو کې سلګونه جریب کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د نعمتالله خلیلزاد په نامه د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل چې په شهر مدرسې سیمه کې د سېلابونو راوتلو له امله څلور ښځې او یوه ماشومه مړه شوې دي.
د هغه په وینا، د یادې پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
بلخوا حماس بیا پژواک ته ویلي چې څلور ښځې او یوه ماشومه مړه شوې او یوه ښځه نادرکه ده.
[/restrict]
Views: 50
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن