کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د امنیتي ځواکونو پر چکپاینټ ځانمرګی برید شوی چې يو ملکي کس او درې امنيتي ځواکونه پکې وژل شوي دي.
الجزيرې شبکې په سیمه کې د پولیسو د یوه چارواکي رحمت خان له قوله لیکلي، دغه ځانمرګی بريد نن سهار د شمالي وزیرستان په دتهخېلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر چکپاینټ شوی دی.
هغه زياتوي، د ياد بريد له امله دوه امنيتي سرتېري، يو پوليس او یو ملکي وګړی وژل شوي او یو شمېر ملکي وګړي ټپیان دي.
د یاد برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
Views: 71
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن