جلالاباد (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښاروالۍ له لوري د ښاري پراختيا او د ګډوډۍ مخنيوي په موخه د ښاري ماسټر پلان عملي کولو چارې پيل شوې دي.
مسوولين وايي، ټولې غصب شوې ځمکې، ساحې او سړکونه به د خلکو پر مخ د عامه خدمتونو په موخه پرانیستل شي او د ښاري ماسټر پلان مطابق به پکې چارې مخې ته وړي.
د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختيجان مراد وايي، روان کال په جلالاباد ښار کې د ښاري ماسټر پلان د عملي کولو کارونه پيل شوي چې په چټکۍ سره روان دي.
هغه زياته کړه: «په دې کې زياتره د ښار هغه ځايونه، کوڅې او پارکونه شامل دي چې د خلکو له خوا نيول شوي، غصب شوي، کورونه، دوکانونه او نور ځايونه پرې جوړ شوي دي.»
هغه وايي، د ښار په بېلابېلو برخو کې زرګونه جريب ځمکه او عامه ځايونه غصب شوي وو چې د ټولو د بېرته راګرځولو او پکې د رغونې کارونه پيل شوي دي.
نوموړی زياتوي: «ټولو خلکو ته چې عامه ځايونه، سړکونه او د ښاروالۍ اړوند ځمکې يې غصب کړې دي، موږ ورته له وړاندې خبرداری ورکړى چې بيا ټاکلې نېټه باندې عملي اقدام کوو، ځايونه له غصب خلاصوو او د بيارغونې کارونه پرې کوو.»
د بختيجان مراد د معلوماتو له مخې، د نورو کوچنيو ځايونو ترڅنګ د زاړه ښار ساحه، درمسال ته څېرمه او د محبس او ترافيکو مديريت شاته مهم سړکونه هم له غصب خلاص او د خلکو تګ راتګ ته برابر شوي دي.
بلخوا بیا، هغه خلک چې کورونه او يا کاروبارونه يې د ماسټر پلان د تطبيق له امله زيانمن شوي، له ښاروالۍ غواړي چې دوی ته يې بديل ورکړي.
نصيبالله چې د زاړه ښار په ساحه کې له لسګونو کلونو اوسېده او اوس يې ښاروالۍ کور ړنګ کړی وايي، ښاروالۍ دې دوی سره د سرپناه برخه کې د ځای مرسته وکړي.
خو د جلالاباد ښاروال ملا نعمتالله اخند يو پيغام خپور کړی چې پکې د دغو ځايونو له اوسېدونکو څخه د قانوني اسنادو غوښتنه شوې ده.
هغه ويلي: «موږ له هغو خلکو څخه احترامانه هيله کوو چې هغوی دلته اوسېږي، موږ ته دې داسې سند راوړي چې هغه قابل د اعتبار وي، د زوړ ښار سيمه په ۱۳۱۷ کال کې استملاک شوې خو بيا پکې ماسټر پلان نه دی عملي شوی.»
ښاروال ويلي، که هرڅوک د ځای قانوني اسناد وروړي نو دوی به يې د قانون له مخې بديل ورکړي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکي د ښاري ماسټر پلان د تطبيق له چارو خوښ دي او وايي، د دغې چارې له پيلېدو سره يې داسې ځايونه هم وليدل چې هېچا داسې فکر نه کاوه چې دلته به سړک يا پارک موجود وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP