Language

ازبکستان د بلخ رېل‌پټلۍ ریاست ۲۰ انجنیرانو ته زده‌کړې ورکوي

مزارشریف (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د بلخ رېل‌پټلۍ ریاست ۲۰ انجنیران په دغه برخه کې د عملي او تیوري شپږ میاشتنۍ زده‌کړو لپاره یوې ازبکستاني کمپنۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د بلخ ولایت مقام ویاند عطاءالله حاجي زید وايي، د بلخ رېل‌پټلۍ ریاست د ازبکستان له سوګدیانا ټرانس کمپنۍ سره د یوه تړون له مخې، شل انجنیران د رېل‌پټلۍ په مختلفو برخو کې د شپږ میاشتنۍ تیوري او عملي زده‌‌کړو لپاره وروپېژندل.

زید زیاتوي چې یاده کمپنۍ دا مهال د حیرتان-مزارشریف د رېل‌پټلۍ ساتنه او مراقبت هم ترسره کوي.

د زید په وینا، یاد کسان به له فراغت وروسته د حیرتان-مزارشریف رېل‌پټلۍ پروژه کې د یادې کمپنۍ له تخنیکي ټیم سره ګډې چارې ترسره کړي.