ګردېز (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د پکتیا عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز کې د انتاني ناروغیو له ځانګړي روغتون سره د ۵۲ میلیون افغانیو معادل وسایلو او درملو مرسته وشوه او په فعالیت يې پيل وکړ.
مسوولین زیاتوي چې په یاد روغتون کې به پر پکتیا سربېره د شاوخوا ولایتونو ناروغانو درملنه هم کېږي.
د پکتیا د عامې روغتیا رییس ډاکټر صدرالدين عزام پژواک خبري اژانس ته وویل: «د انتاني ناروغيو دغه ځانګړی روغتون د روغتيا نړۍوال سازمان (WHO) په همکارۍ فعال شوی او د ۵۲ ميليونه افغانيو په ارزښت وسايل او تجهيزات ورکړل شوي دي.»
نوموړي وويل، اوسمهال یاد روغتون ۵۰ کسیز روغتيايي او اداري تشکيل لري او تر شپږو مياشتو پورې د روغتيا نړۍوال سازمان له لوري اکمالېږي.
د عزام په خبره، د انتاني او ساري ناروغيو درملنې لپاره د ځانګړي روغتون شتون ډېر اړين و؛ ځکه دغه ډول ناروغۍ ډېرې رامنځته کېږي او په نورو روغتونونو کې يې درملنه ستونزمنه وه.
په پکتيا ولايت کې دروغتيا نړۍوال سازمان (WHO) مشر ډاکټر ولايتخان پژواک خبري اژانس ته وويل: «زموږ د ادارې د روغتيايي پاليسۍ له مخې، د ساري ناروغيو د کنټرول په موخه د ځانګړي روغتون درلودل يوه مهمه اړتيا وه؛ ځکه چې ساري ناروغۍ د نړۍ په کچه هغه ناروغۍ دي چې ډېر خلک پرې اخته کېږي او له يوه انسان څخه بل ته ډېر ژر انتقالېږي.»
نوموړي وويل، ياد روغتون ته يې د ۵۲ ميليون افغانيو په ارزښت لابراتوار، درمل، اداري او نور تخنيکي وسايل ورکړي دي.
د ولايتخان په خبره، د اوس لپاره د یاد روغتون د کارکوونکو معاش او درمل د شپږو مياشتو لپاره د دوی اداره ورکوي او له هغې وروسته د نوي قرارداد مطابق ورکول کېږي.
د یادونې ده، دا د لويې پکتیا په کچه د انتاني ناروغيو د درملنې لومړنی روغتون دی او له دې وړاندې هلته دغسې یو مرکز نه و.
Views: 77
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن