منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کارپوهان د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادولو غوښتنه کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۳۱۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): یو شمېر د اقتصادي چارو پوهان د افغانستان د کنګل‌شوې شتمنۍ پر خلاصون او د بانکي بندیزونو پر لرې کولو د ټینګار ترڅنګ وایي، د دغو بندیزونو دوام به د هېواد د اقتصادي انزوا ډېرېدو لامل شي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه، د جمهوریت له پرځېدو او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته،                                            د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان ۱۰ میلیارد ډالر شتمني -چې د امریکا په بانکونو او نورو مالي موسسو کې په امانت ډول ایښودل شوې وه- کنګل کړه.

د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې هغه به د افغانستان د مرکزي بانک د اووه میلیارد ډالرو نیمایي برخه د سپټمبر پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کړي چې د جو بایډن دې پرېکړې په کور دننه او بهر غبرګونونه وپارول.

اوس د هېواد د شتمنیو له کنګل کېدو څخه ۲۲ میاشتې وروسته، یو شمېر کارپوهان وایي چې د دغه بندیزونو دوام به د هېواد اقتصادي انزوا لا ډېره کړي او د یادو پیسو د ازادولو غوښتنه کوي.

د اقتصادي چارو پوه عبدالنصیر رشتیا وایي، دا پیسې د افغانستان خلکو پورې اړه لري او هیڅوک د قانون له اړخه حق نه لري چې بل ځای ته یې ځانګړې کړي، یا ورڅخه کار واخلي او یا یې په بشپړه توګه کنګل کړي.

د هغه په وینا، یادې پیسې د افغانیو ملاتړې دي او کنګل پاتې کېدل یې هم د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان سوداګري تر پوښتنې لاندې راولي او هم د افغانیو د ارزښت کمېدو لامل ګرځي.

ریښتیا همداراز ټینګا وکړ چې د افغانستان اړوند بانکي حساب باید پرانیستل شي، څو د پیسو لېږد برخه کې د سوداګرو شته ستونزې حل شي.

بل‌پلو د اقتصادي چارو کارپوه لمر خپلواک دې ته په اشارې سره چې د افغانستان د پیسو زېرمې د هیواد د بانکونو لپاره د یوه ضمانت او اعتبار بڼه لري؛ هغه زیاته یې کړه چې د یادې شتمنۍ ازادېدل کولی شي د هېواد په اقتصادي وده کې ډېر اغېز ولري.

د اقتصادي چارو بل کارپوه جنت فهیم چکري وایي، د کنګل شوو پیسو په ازادېدو او د بانکي بندیزونو په لرې کېدو سره به اقتصادي ستونزې حل شي، خو خبرداری یې ورکړ چې د دغو محدودیتونو په دوام سره به ننګونې لا ډېرې شي او هېواد به لا ډېر د اقتصادي انزوا پر لور ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت چارواکي هم په هېواد کې اقتصادي کړکېچ د افغانستان د شتمنۍ له کنګل کېدو سره تړي او د یادو پیسو د ازادېدو غوښتنه کوي.

چین، روسیه او پاکستان هغه هېوادونه دي چې تل یې د کابل د پېسو پر ازادېدو ټینګار کړی دی.

همدا پرون (چهارشنبه) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم له امنیت شورا څخه وغوښتل، د افغانستان شتمني چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره کنګل شوې، ازاده کړي.

هغه دې ته په اشارې سره چې د افغانستان ۹۵ سلنه خلک په سختې بې‌وزلۍ کې ژوند کوي، د یادو پیسو ازادېدل د افغانستان د اقتصاد د ژوندي کولو لپاره لازمي وباله او زیاته یې کړه: «نړۍ باید اجازه ورنکړي چې افغانستان پر اوږدمهالې بې‌وزلۍ اخته شي.»

له دغو غوښتنو سره سره، د امریکا متحده ایالتونو تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې او امریکایي چارواکو ویلي چې دغه هېواد د اسلامي امارت لپاره د افغانستان کنګل شوې شتمني نه ازادوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد