Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې

ښرنه (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د پکتيکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ځايي سوداګرو او کاروباريانو په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیون افغانيو په لګښت د يوه سړک پخولو چارې پیل شوې.

د پکتیکا ښاروال ناصر هلال نن (پنج‌شنبه) په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل: «د ښاروالۍ دويم لین سړک ۶۰۰ متره اوږدوالی لري چې تخنیکي او ساختماني چارې یې د ښاروالۍ ریاست له خوا مخې ته وړل کېږي او مالي ملاتړ یې د ښار د سوداګرو له خوا شوی دی.»

هغه زياته کړه، د ښار له سوداګرو او کاروباریانو نه منندوی دی چې په دغه ډول لویو ټول‌ګټو پروژو کې برخه اخلي.

د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار وویل، حکومتي اداره ژمنه ده چې د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار وکړي او د مرکز له هټی‌والو نه یې مننه وکړه چې د ښار رغولو لپاره دغه ډول اقدام کوي.

د ښرنې ښار د هټۍوالو د اتحادیې مشر حاجي اکبر وویل، په دغه کار سره به د ښاریانو ستونزې کمې او د ښار ښکلا لا ډېره شي.

د نوموړي په خبره، د ښار ټول کاروباریان د ښار جوړولو برخه کې همکار دي او په دې برخه کې د ښاروالۍ له خوا شوي پرمختګونه ستایي.

که څه هم په پکتیکا کې ټول‌ګټو چارو کې اشر نوې خبره نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې د خلکو له خوا د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت یو کار کېږي.

هېره دي نه وي چې څه وخت مخکې هم په سرروضه ولسوالۍ د ځايي خلکو په ۵ میلیون افغانۍ شخصي لګښت یو سړک جوړ شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.