Language

زابل کې له ۵۰ زره زده‌کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه

کلات (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل د پوهنې ریاست مسوولین وايي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق یا یونیسف له خوا نن د دغه ولایت په کچه له ۵۰ زره زده‌کوونکو سره د قرطاسيې مرسته وشوه.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست اداري مرستیال مولوي محمدنسیم نصیر پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن د یونیسف له خوا د دغه ولایت په کچه له لومړي تر شپږم ټولګيو له ۵۰ زره زده‌کوونکو سره د قرطاسیې مرسته شوه.»

هغه زیاته کړه، زده‌کوونکو ته د قرطاسیې د ورکړې په برخه کې لا هم مرستو ته اړتیا لري او په وینا يې، هڅه کوي چې دا اړتیا پوره کړي.

نوموړی وايي، په یو شمېر ښوونځيو کې درسي کتابونه هم کم دي او دغه ستونزه يې له پوهنې وزارت سره شریکه کړې څو یوه حل‌لار ورته پيدا کړي.

login or register a new account.