Language

 متقي: نړۍ پر قطبونو د وېش په حال کې ده، له دغه فرصته د هېواد په ګټه د استفادې هوډ لرو

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): چارواکي وایي، اوسنی حکومت ټولګډون دی، له نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي، د ناخوالو له منځه وړلو ته ژمن دي، د اتحاد او پرمختګ فکر او د نړۍ له اوسني وضعیت څخه د هېواد په ګټه د استفادې هوډ لري.

چارواکو دغه څرګندونې نن د ریاست‌الوزرا کفیل او مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کابینې ځینو غړو او قومي مشرنو په ګډون جوړه شوې غونډه کې وکړې.

مولوي عبدالکبیر په دغې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې اوسنی سرپرست حکومت ټول‌ګډونه دی او پکې د هر قوم او هرې سیمې خلک کار کوي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې پرمختګ کړی او اوسنی حکومت له نورې نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي.

login or register a new account.