Language

هغه محتسب له دندې ګوښه شو چې یو موټرچلوونکی یې په څپېړه وهلی و

کابل (پژواک، ۴ غویي ۱۴۰۲): د امربالمعروف، نهی‌ عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي د هېوادوالو اذیت او تحقیر ورته د منلو نه دی او هغه محتسب یې له دندې ګوښه کړی چې کابل ښار کې یې یو موټرچلوونکې په څپېړه وهلی دی.

په ټولنیزو پاڼو کې یوه وېډیو لاس په لاس کیږي چې په کې ښکاري د دغه وزارت یوه محتسب د یوه ملي بس موټر چلوونکی په څپېړه وهي.

د امر بالمعروف وزارت ویاند محمدعاکاف مهاجر پر خپله یوه وېډیو خپره کړې او په دغه وېډیو کې وایي: «تېره ورځ د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سېمه کې په یوه ډریور باندې وار کوي، دا په داسې حال کې چې هغه ډریور ته بار بار توصیه هم شوې وه چې ملي بس کې د ښځې د سړیو منځ په موټر کې نه دروي، ځکه چې دا ښځو ته په یوه ډول بي احترامي هم ده خو د بار بار توصیو وروسته محتسب ډریور ته یوه څپیړه ورکړې وه او تېره ورځ د وزارت رهبري یاد ډریور را وغوښت، محتسب ترې بښنه وغوښته  او له ډریور سره مالي مرسته هم وشوه او محتسب له دندې هم ګوښه شو.»

هغه وایي چې دغه محتسب عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.