ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شمال زون پنځو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو ۴۴ نوي انتنونه فعالېږي

د شمال زون پنځو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو ۴۴ نوي انتنونه فعالېږي

author avatar
26 May 2023 - 00:28
د شمال زون پنځو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو ۴۴ نوي انتنونه فعالېږي
author avatar
26 May 2023 - 00:28

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د اترا وایي، د بلخ سرپرست والي محمدیوسف وفا په لارښوونه د شمال زون په سمنګان، جوزجان، بلخ، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د مخابراتي شبکو ۴۴ نوي انتنونه فعالوي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د شمال زون د اترا ادارې رئیس حافظ محمدثابت نعمان په خبره، د بلخ سرپرست والي له لوري ورته سپارښتنې شوې څو د شمال زون په پنځو ولایتونو کې هغه سیمې په نښه کړي چې د مخابراتي شبکو خدمتونه ورته نه دي رسېدلي.

نعمان زیاته کړه، تر دې دمه یې د جوزجان په قوش‌تېپې او درزآب ولسوالیو کې ٣ انتنونه فعال کړي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به د یادو ۵ ولایتونو ټولو هغو سیمو کې ۴۱ نور انتنونه نصب کړي چې په تېرو شلو کلونو کې یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.