کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت د دغه هېواد مخکینی لومړی وزير عمران، د هغه مېرمن او د هغه د ګوند لسګونه کسان ممنوعالخروج اعلان کړي دي؛ خو عمران خان بيا وايي، بهر ته د سفر کوم پلان نه لري.
د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان مخکینی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د تېرې غویي مياشتې په ۱۹مه، د فساد په یوه قضیه کې په اسلاماباد کې محکمه کې دننه د ځانګړو نیمه پوځي (رینجر) ځواکونو له لوري په داسې حال کې ونیول شو چې پرې لګېدلی تور یې رد کړ.
خو د اسلاماباد عالي محکمې (د غويي په ۲۲مه) عمران خان بيا د دوه اونيو لپاره په ضمانت خوشی کړ.
د پاکستان ډان ورځپاڼې ليکلي، د دغه هېواد د ايالتي او فدرال دولت بېلابېلو بنسټونو په ځانګړي ډول د پاکستان د څېړنو فدرال ادارې، د ځواب ورکولو ملي ادارې او د پاکستان پوليسو د عمران خان د ممنوعالخروجۍ غوښتنه کړې ده.
ځينو رسينو بيا د پاکستاني چارواکو له قوله ليکلي چې په ياد نوملړ کې عمران خان، د هغه د مېرمنې بشرا بيبي او د تحریک انصاف پاکستان د غړو هر يو مراد سعيد، ملايکه بخاري، فواد چوهدري، حماد اظهر، قاسم سوري، اسد قيصر، ياسمين راشد او ميا اسلم اقبال په ګډون، د شاوخوا ۵۰۰ غړو نومونه هم شامل دي.
خو عمران په خپل ټويټر کې ليکلي: «زه غواړم له حکومت څخه مننه وکړم چې زما نوم يې په ايسيايل [د ممنوع الخروجۍ نوملړ] کې واچوه؛ ځکه چې زه بهر ته د سفر کوم پلان نه لرم، زه نه په بهر کې کوم ملکیت یا کاروبار لرم او نه هم له هیواد څخه بهر بانکي اکاونټ لرم. که او کله د رخصتۍ فرصت ترلاسه کړم، دا به زموږ په شمالي غرونو کې وي، ځکه هغه زما د خوښې ځای دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله د جمعې په ورځ ويلي، ۳۳ هغه کسان چې د عمران خان تر نېول کېدو وروسته په لاريونونو کې پر پوځي تاسیساتو د بريد تورونه پرې دي، د محاکمې لپاره پوځ ته سپارلي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن