پارون (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د نورستان ځایي چارواکي وایي، د دغه ولايت په وانټ وايګل ولسوالۍ کې د یوه ماین چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو ټپي دی.
د نورستان د والي وياند سيفالدين لټون وايي، یاده پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې د وانټ وايګل ولسوالۍ په څامګل دره کې ماشومانو په یوه ماين لوبې کولې .
د هغه په خبره، دوو ماشومانو دغه ماين له خپل کوره ځان سره نږدې غره ته وړى و او د لوبو د سامان ګمان يې پرې کړى و .
هغه زیاتوي چې په یاده پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او يو بل ټپي دى .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP