ګردېز (پژواک، ۶ غبرګولى ۱۴۰۲): د پکتيا د پوهنې رياست وايي، په مرکز ګردېز، احمدابا، زرمت، سيدکرم او روحاني بابا ولسواليو کې د يونيسف په همکارۍ ١٥٠ سيمهييز ټولګي فعال شوي دي.
د پکتيا د پوهنې رييس مولوي خالد پژواک ته وويل: «په دغو سيمهیيزو ټولګيو کې ۱۵۰ ښوونکي سلګونو نجونو او هلکانو ته تدريس کوي.»
نوموړی وايي، په یادو سيمهييزو ټولګيو کې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې مضامين تدريس کېږي.
هغه وايي چې اړونده مرستندويه ادارې زدهکوونکو ته قرطاسيه برابروي او ترڅنګ يې ښوونکو ته معاش هم ورکوي.
مولوي خالد وايي، دغه ټولګي په هغو سيمو کې فعال شوي، چېرته چې خلک ښوونځيو ته لاسرسی نه لري.
د پکتيا ولايت اوسېدونکي هم د دغه ټولګيو فعالېدو ته خوښ دي.
د پکتيا اوسېدونکي بسمالله پژواک ته وويل، د سيمهييزو ټولګيو فعالېدل يو نيک ګام دی، ځکه په دغه ولايت کې ډېرې داسې سيمې شته چې خلک يې ښوونځيو ته لاسرسى نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتيا ترڅنګ، د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د يونيسف له لوري سيمهييز ټولګي فعال شوي چې زرګونه کسان پکې زدهکړې کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن