کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان رېلپټلۍ اداره وايي، په تېره غويي میاشت کې د رېلپټلۍ له لارې څه باندې ۴۲۷،۵ زره ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۳ زره ټنه توکي صادر شوي دي.
د یادې ادارې له لوري نن رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د غویي میاشتې له لومړۍ تر پایه پورې د هېواد رېلپټلۍ له لارې په ټوله کې ۴۳۰ زره او ۶۶۵ ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د حیرتان رېلپټلۍ له لارې ۳۴۶ زره ۸۶۲ ټنه، د اقینې رېلپټلۍ له لارې ۲۳ زره ۶۳۵ ټنه، د تورغونډۍ رېلپټلۍ له لارې ۵۶ زره ۴۴۳ ټنه او د خواف – هرات رېلپټلۍ له لارې ۶۵۵ ټنه توکي- چې ټولیز وزن یې ۴۲۷ زره ۵۹۵ ټنه کېږي- هېواد ته وارد شوي دي.
یاده اداره وايي، دغهراز په غويي میاشت کې ۳۰۷۰ ټنه توکي له یادو لارو بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
د رېلپټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، په وارد شوو توکو کې غنم، اوړه، حبوبات، تېل، اوبلن ګاز، غوړي او نور شامل دي چې له قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او چین څخه وارد شوي دي.
د نوموړي په وينا، په صادر شوو توکو کې د انارو جوس او وچه مېوه (مميز، بادام، پسته، جلغوري او کښته) شامل دي چې روسیې، قزاقستان، ازبکستان او قرغیزستان ته صادر شوي دي.
د رېلپټلۍ اداره وايي، هڅه کوي د توکو د لا ډېر لېږد رالېږد په موخه سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په وري میاشت کې په ټوله ۴۸۹ زره ۷۹۸ ټنه توکي وارد او صادر شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP