کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت د تجارتي اتشې په توګه د محمدهارون سیدي د ټاکل کېدو خبر ورکړی او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا او اقتصادي همکاریو ټينګار کړی دی.
یاد سفارت پرون په یو لړ ټويټونو کې لیکلي، په هغه ناسته کې چې عشقاباد کې د سفارت د سرپرست، سوداګرو او پانګهوالو په حضور کې جوړه شوې وه، محمدهارون سیدي د دغه سفارت د تجارتي اتشې په توګه معرفي شوی دی.
په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست فضلمحمد صابر په یاده ناسته کې افغانستان کې له خصوصي سکټوره د ملاتړ لپاره د اسلامي امارت د پروګرامونو یادونه وکړه او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو او د اړیکو پراختیا برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې پر رول ټینګار وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په انلاین خبرو خبرو کې د نوي اتشې ټاکل د سیمې ترمنځ د همکاریو پراختیا برخه کې یو مهم ګام بللی او ویلي: «خصوصي سکټور او خپلو سوداګرو ته لازم خدمتونه پیاوړي کوو، په سیمه کې به د اقتصادي همکاریو او د صادراتو ودې لپاره زمینه برابروو.»
د یادونې ده، په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت د ۱۴۰۰ کال په کب میاشت کې اسلامي امارت ته وسپارل شو او د بهرنیو چارو وزارت، فضلمحمد صابر په عشقاباد کې د افغانستان سرپرست سفیر په توګه معرفي کړ.
Views: 136
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن