کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او مرکزي آسیا هېوادونو ځانګړو استازو یو ځل بیا له سرپرست حکومته غوښتي چې پر ښځو او نجونو ټول لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.
امریکا غږ په یوه راپور کې ويلي، د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسيا هېوادونو ځانګړو استازو د روانې مې میاشتې په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه، د ترکمنستان په مرکز عشقآباد کې څلورمه غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې روزا اوتنبایوا، د افغانستان لپاره د نړۍوال بانک استازو ترڅنګ، د قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړو استازو برخه اخیستې وه.
یادو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د اقتصاد او پرمختګ په تړاو یې ژور بحثونه کړي دي.
ځانګړو استازو په اعلامیې کې د افغانستان له ولس سره خپله ټینګه ژمنتیا څرګنده کړې او د یوه داسې افغانستان د لیدو غوښتنه یې کړې چې باثباته، سولهييز، نېکمرغه او اوږدمهاله سوله پکې وي.
دغو استازو په اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې پر ښځو او نجونو د تعلیم، کار کولو او عامه ځایونو ته د تګ په برخو کې ټول لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، دغه بندیزونه نه یوازې دا چې له بشري حقونو څخه «سرغړاوی» دی، بلکې افغان ولس ته د بشري مرستو په رسولو کې د نړۍوالې ټولنې پر هلو ځلو هم ناوړه اغېز لري.
په اعلامیه کې راغلي، دغه بندیزونه دې د افغانستان د اقتصاد غوړېدا او بالاخره داسې افغانستان لپاره لرې شي چې اوږدمهاله سوله او ثبات پکې وي.
دغهراز د اروپایي ټولنې او مرکزي آسیا هېوادونو ځانګړو استازو په اعلامیه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو د اهمیت یادونه هم کړې او ویلي، یو داسې حکومت باید جوړ شي چې د ټول افغان ولس مدني، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري حقونو ته پابند وي.
بلخوا وړمه ورځ په ارګ کې جوړه شوې غونډه کې د ریاستالوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې په افغانستان کې اوسنی سرپرست حکومت ټولګډون دی او د هر قوم او هرې سیمې خلک پکې کار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP