Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د محکمې له خوا د بې‌واکه پېژندل کېدو په صورت کې عمران خان خپل ځای‌ناستی اعلان کړ

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د محکمې له خوا د مجرم پېژندو په صورت کې د خپل ګوند تحریک انصاف مشرۍ لپاره خپل ځای‌ناستی ټاکلی دی.

څو ورځې مخکې د پولیسو له خوا د عمران خان له نیول کېدو وروسته د هغه  پلویانو  پر ملکي او نظامي ودانیو بریدونه وکړل او پر مهال یي لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

له یادو پېښو وروسته پر عمران خان او د هغه د ګوند پر ګڼ شمېر مشرانو او پلویانو د بغاوت دوسیې جوړې شوې او ګڼ شمېر یې نیول شوي هم دي.

دغه راز عمران د فساد ترڅنګ په ګڼ شمېر نورو قضیو کې هم محکمو ته مطلوب دی، داسې ویل کیږي چې د محکمې له خوا به هغه مجرم وپېژندل شي.

بلخوا عمران تېره شپه اعلان کړی چې د ده د مجرم پېژندل کېدو په صورت کې به د ګوند مشري د هغه مرستیال شاه‌محمود قریشي پر غاړه ولري.

قریشي هم له یادو پېښو وروسته د پولیسو له خوا نیول شوی او په زندان کې شپې او ورځې تېروې، خو محکمې تېره ورځ د هغه د خوشي کولو امر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند دوو مرستیالانو او لسګونه مرکزي غړو د ګوند له غړیتوب او سیاسته استعفا کړې ده.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.