Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د مرمیو چاودنو څلورو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

میدان‌ښار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان‌وردګو ولایت په سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د هاوان او اګایز مرمیو په چاودنو کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له خوا پژواک خبري اژانس ته د غبرګولي په ۷مه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن سهار ۹ بجې د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شنیز درې په مموخېلو کلي کې د اګایز مرمۍ چاودنې له امله د یوې پنځه کلنې ماشومې په ګډون دوه ماشومان وژل شوي او یو ټپي دی.»

دغه راز د میدان وردګو طبیعي پېښو ته د رسېدنې ادارې هم پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت دایمیرداد ولسوالۍ په دولتشې کلي کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله یو ماشوم لومړی ټپي شوه خو وروسته ساه ورکړه.

سرچینه زیاتوي چې دغه پېښه نن شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.