ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د کندوز ښار – دشت ارچي لویې لارې جوړولو پروژه دې بشپړه شي»

«د کندوز ښار – دشت ارچي لویې لارې جوړولو پروژه دې بشپړه شي»

author avatar
28 May 2023 - 15:17
«د کندوز ښار – دشت ارچي لویې لارې جوړولو پروژه دې بشپړه شي»
author avatar
28 May 2023 - 15:17

کندز (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د کندوز دشت ارچې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د کندوز مرکز ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لارې پاتې چارې دې بشپړې کړي او ستونزو ته یې دې رسېدنه وکړي.

خو د کندوز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي چې حکومت په دغه ولایت کې د نیمګړو پاتې پروژو چارې له سره پيلوي.

د کندوز – دشت ارچي سړک جوړولو ۵۰ سلنه چارې تېر کلونو کې د جګړو له امله درېدلې دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله چې د کندوز – دشت ارچې پر لین موټر چلوي وایي، ډېری وخت سوداګر، ناروغان او خلک د سړک خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ کېږي.

هغه زیاته کړه: «ناروغ پر وخت روغتون ته نه رسېږي، د سوداګر مال پر وخت بازار ته نه رسېږي او نورې ستونزې هم شته، اوس دا چې امنیت راغلی او کومه ستونزه نشته، باید د سړک پاتې کارونه بشپړ شي.»

د دشت ارچې یو بل اوسېدونکی محمدالله وایي: «زموږ ستونزې ډېرې دي، ډېر سړک مو پوخ دی، لږ خام پاتې دی، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې د یاد سړک چارې بشپړې کړي.»

د دشت ارچي یو شمېر نور اوسېدونکي هم د سړک خرابوالی جدي ستونزه بولي او له سرپرست حکومته دې ستونزې ته د رسېدو غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د کندوز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د انجینري خدمتونو امر عتیق‌الله جلیلي وایي، حکومت پلان لري څو په دغه ولایت کې د نیمه‌کاره پروژو چارې بیا پيل کړي.

هغه زیاته کړه: «ټاکل شوې چې په کندوز کې د پاتې پروژو چارې پيل شي، په ځانګړي توګه له کندوز ښاره تر دشت ارچې پورې د سړک جوړولو چارې.»

دشت ارچي د کندوز نسبتاً لرې پرته ولسوالۍ ده چې په وروستیو کلونو کې یې د جګړو له امله د اوسېدونکو ستونزو ته چندان پام نه دی شوی او له رغنیزو پروژو بې برخې پاتې دي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.