Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې یو سوداګر وژل شوی

کندهار (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): یوه امنیتي سرچینه وايي چې د کندهار ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې وسله‌والو موټرسایکل‌سپرو یو سوداګر په ډزو وژلی دی.

یادې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې په خبر کې راشي، پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د څوارلسمې امنیتي حوزې اړوند د موټرسایکلونو له یوه پلورنځي سره شوې ده.

سرچینې ويلي، دغه سوداګر چې په خپل کوچني موټر کې سپور و، د وسله‌والو موټرسايکل‌سپرو له خوا په ډزو ويشتل شوی او بريدکوونکي له سیمې په تېښته بريالي شوي خو امنیتي ځواکونه يې د نیولو په لټه کې دي.

هغه وویل، دغه سوداګر خیرالله نومېده او د کندهار ښار اتمې ناحیې د ګیلان سیمې اوسېدونکی و.

د سرچينې معلوماتو له مخې، تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده څرګنده.

بلخوا، د کندهار امنيې قوماندانۍ ویاند حافظ صابر پژواک ته د پېښې د رد یا تایید په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه په دې اړه به پلټنې وکړي او وروسته به معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.