کابل (پژواک، ۸ غبرګولى ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وايي، تېره شپه د ښار په اتمه حوزه کې د امنیتي کسانو او وسلهوالو غلو ترمنځ نښته کې یو غل وژل شوی او څلور نور نیول شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ نن (دوشنبه، د غبرګولي ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره شپه د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې وسلهوال کسان یوه کور ته دننه شوي او غوښتل یې چې غلا وکړي، کله چې پولیس ته خبر ورسېد نو قانوني اقدامات ترسره شول.
سرچینې لیکلي: «د عملیاتو په جریان کې له غلو سره نښته وشوه چې په پایله کې یې یو غل وژل شوی او څلور نور ونیول شول.»
Views: 210
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن