Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان له سرپرست حکومته په بېلابېلو برخو کې د خلکو غوښتنې

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): یو شمېر خلک له اړوندو چارواکو غواړي چې د کونړ پر اوبو بند جوړ کړي، خلکو ته کار پیدا کړي، د واسطې له لارې د ګومارنو مخه ونیسي او د ښوونکو تنخواګانې لوړې کړي.

دغه‌راز ځیني غوښتنه کوي چې د بهرمېشتو افغانانو د پاسپورټونو ستونزه دې حل کړي، ښي لاس موټرو ته دې اسناد نه ورکوي؛ ځکه چې د ټرافیکي پېښو لامل کېږي او د متقاعدینو تنخواګانې دې ورکړل شي.

د اسلامي امارت ویاند وایي، نظام د خلکو غوښتنو ته رسېدنه کوي، څېړي یې او هره غوښتنه یې چې عملي کېده، عملي کوي یې.

پژواک خبري اژانس د روانې غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه «د خلکو غږ» خپرونه پیل کړې او له دې لارې د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه تر چارواکو رسوي.

د یادې خپرونې په لومړۍ برخه کې مو د فيسبوک او ټویتر له لارې له خلکو وغوښتل چې د افغانستان له سرپرست حکومت څخه یې تر ټولو مهمه غوښتنه څه ده؟

تر اوسه څه باندې ۱۴۰۰ کسانو د وټس‌اپ، فېسبوک او ایمیل له لارې په لیکلې، غږیزه او ویډیویي بڼه دغې پوښتنې ته ځواب ویلی. دغه پوښتنه پر فېسبوک‌‌پاڼه نږدې شاخوا ۵۳۰۰ کسانو خوښه کړې او پر تویټرپاڼه هم نږدې ۶۰۰۰ کسانو لیدلې ده.

په دغه راپور کې مو د کونړ پر اوبو د بند جوړولو، کاري زمینې برابرولو، بیارغونې، د پاسپورټ اړوند مسایلو، د ښوونکو د تنخواګانو لوړولو، د متقاعدینو د تنخواګانو، ښي لاس موټرو ته د اسنادو ورکولو په اړه د خلکو په لیکلې بڼه غوښتنې او وړاندیزونه راټول کړي دي.

د کار غوښتنه

د احسان‌الله په نوم یوه کس چې د پخواني حکومت پر مهال یې په کورنیو چارو وزارت کې دنده درلوده او اوس وزګار دی وایي، ځوانان کار او دندو ته اړتیا لري، ترڅو خپل هېواد ته خدمت وکړي او حکومت باید کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د خان حاجي په نوم یوه بل کس بیا لیکلي: «شپږ مياشتې کېږي چې د لېسانس سند مې د غزني پوهنتون د ژبو او ادبياتو پښتو څانګې څخه واخيست، په قرض به مې پيسې پيدا کولې چې زده‌کړې وکړم، خو اوس چې کوم دفتر ته ورشم وظيفه نه راکوي، که څه هم هلته ډېر بستونه تش وي.»

هغه لیکلي، که په هېواد کې دننه ورته دنده پیدا نه شي اړ دی چې پر قاچاقي لارو له هېواده بهر ولاړ شي.

شاه‌فیصل مومند بیا وایي: «څرنګه چې د نوي نظام په راتلو سره په هېواد کې یو لړ بدلونونه رامنځته شول، په همدې وجه اکثره ځوانان بالخصوص باسواده قشر لرې او نېږدې ګاونډیو هېوادنو ته مهاجر شول، چې اکثر یې په هغو هېوادونو کې له قانوني اسنادو پرته ژوند تېروي، زه هم له دې ډلی څخه د یو ځوان او باسواده شخص په حېث ترخه تجربه او خاطره لرم چې پاکستان ته مسافر شوی یم، دلته غیرقانوني اوسېدل نسبت پخوا ته سخت شوي دي.»

هغه ځوانانو ته د کارموندنې غوښتنه کوي او وایي، ډېر کډوال شوي لوستي افغانان له دې امله له هېواده وتلي چې دنده نه ورته پیدا کېږي.

هغه ادعا کوي، وایي: «چېرته او په کوم پوست چې وینې یوازې هغه اشخاص ګومارل کېږي چې له اوسنيو چارواکو سره قوي روابط لري.»

اسدالله وفا هم له اسلامي امارت څخه غوښتي چې تحصیل‌لرونکو کسانو ته د کار کولو موقع ورکړي.

دی هم ادعا کوي، وایي: «اوس یوازې هغو کسانو ته د کار موقع ورکول کېږي چې د دوی (چارواکو) خپلوان وي او یا له دوی سره یې مخکې کار کړی وي، که څه هم تحصیل هم نه لري.»

محبت‌الله حسن‌زي لیکلي: «پوښتنه مې دا ده… ولې چې کومې ادارې ته د کار کولو غوښتنلیک ور وړې درته وایي چې په کومه دلګۍ کې دې جهاد کړی، له چا سره وې، ورشه له هغې څخه ماته یو خط راوړه چې موږ تا په وظیفه کې ونیسو. که دې له دوی سره جهاد نه وي کړی وظیفه هم نه درکوي، ولې؟»

بیارغونه

تحصیل ګل لیکلي چې د کونړ بند جوړولو لپاره دې یو بانکي حساب جوړ شي، ترڅو د هېواد دننه او بهرمېشتي افغانان له دې لارې مرسته وکړي.

هغه زیاتوي، انجینیر دی او چمتو دی چې له تنخوا پرته د دغه بند جوړولو لپاره کار وکړي.

خو د سایل په نوم یوه تن بیا لیکلي: «د کونړ سیند څخه ګاونډي هېواد ته بلاعوضه اوبه ور روانې دي، نو که کونړ کې بند جوړ شي، دا مو د هېواد او ټول ملت په ګټه دی، ټول افغانان به مننې هم ترې وکړو او خوندونه به هم وکړي.»

یوه بل کس چې نوم یې نه دی ښودلی، هم له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د کونړ سیند د اوبو مهارولو لپاره بودجه ځانګړې کړي او له خپلو اوبو برېښنا تولید کړي.

د صالح په نوم یوه کس بیا د کونړ د پېچ‌درې سړک جوړولو غوښتنه کړې او وایي، د دغه سړک جوړول ځکه مهم دي چې د پنځو ولسوالیو خلک پرې تګ راتګ کوي، اوس سخت خراب شوی او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ښوونکو معاشونه دې لوړ شي

شریف‌الله مجروح چې د کابل ښار په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکی دی، وایي چې د تېر حکومت پر مهال یې په اونۍ کې ۲۸ ساعته تدریس کاوه او لس زره افغانۍ تنخوا یې ورکوله، خو اوس اونۍ کې ۳۶ ساعته تدریس کوي او ۸۵۰۰ افغانۍ تنخوا اخلي. ده غوښتنه کړې چې د ښوونکو معاشونه دې لوړ شي.

ځینو نورو کسانو هم پژواک خبري اژانس ته استول شوو پیغامونو کې د معاشونه لوړېدو غوښتنه کړې ده.

د پاسپورټ اړوند ستونزې او وړاندیزونه

یوه کس چې نوم یې نه دی څرګند کړی، لیکلي چې له دوو میاشتو راهېسې په مصر کی د افغانستان سفارت مستشار او د دغه سفارت د کارکونکو ترمنځ «ستونزه» رامنځته شوې او د سفارت کارونه یې درولي دي.

دی وایي، په یاد هېواد کې د ډېرو محصلینو د پاسپورټونو موده ختمه شوې او تمدید ته اړتیا لري او محصلین په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

پاینده‌ګل لیکلي: «په متحده عربي اماراتو کې د یوه پنځه کلن پاسپورټ تمدید کېدل په ۱۶۰۰ ریاله یا هم په ۳۷ زره افغانیو کېږي او دغه هېواد ته د ټکټ بیه هم ۲۰۰۰ ریاله ده چې دا یو ظلم دی او باید مخه یې ونیول شي.»

یوه بل افغان بیا لیکلي، په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته متحده عربي اماراتو ته پروازونه بند شول، ډېر کسان په افغانستان کې د همدې ستونزې له امله بند پاتې شول، ویزې یې د هېواد دننه ختمې شوې او دغه کسان اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. نوموړی وایي چې اسلامي امارت باید له متحده عربي امارتو سره په ګډه د ویزو ستونزه حل کړي، څو خلک وکولی شي چې د ځان لپاره حلاله نفقه پيدا کړي.

د حقمل په نوم یوه کس هم د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې په سعودي عربستان کې افغانان د پاسپورټ له نشتون سره مخ دي.

د تقاعد تنخوا غوښتنه

 د مومند خان په نوم یوه کس لیکلي: «هيله‌مند يم چي دا غږ خپور کړئ، متقاعدين تقاعد شوي، دوی خپل ټول عمر د هېواد او خلکو په خدمت کې تېر کړی او ډېر غریب او بیچاره کسان دي، باید حق یې ورکړل شي.»

سردارولي هېوادمل هم له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د متقاعدینو حق ورکړي.

ځینو نورو کسانو هم همدا غوښتنه کړې ده.

ټرافیکي موضوعات

شفیق خان لیکلي، په افغانستان کې د چپ لاس موټرو ته اسناد ورکول هم د خلکو او هم د افغانستان په تاوان دي؛ ځکه چې د ترافيکي پېښو ډېرېدو لامل کېږي.

هغه لیکلي: «او بل دا چې د افغانستان د موټرو لاس ترې بدل ده،[د افغانستان موټر ښي لاس دي]، که چېرته د کار برابرولو موضوع وي، نورې ډېرط لارې دي؛ لکه د موټرو ګمرک، د افغانستان لاس موټرو ارزانه کول، نوي موټر واردول، ماليه کمول او داسې نورې ډېرې لارې لري.»

امان ستانکزي هم لیکلي: «زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې بايد ژر تر ژره د چپ لاس موټرو واردات بند شي او ورته اسناد ورنه کړل شي، دا موټرونه چلول په افغانستان کې د خلکو ژوند ته لوی خطر دی، له محترمو چارواکو څخه غواړو چې جدي توجه ورته وکړي.»

هغه لیکلي، د کابل – جلال‌اباد لاره کې هره ورځ د موټرو ټکر او نورې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او دلیل یې همدا د چپ لاس موټر دي.

د سمیر په نوم یوه بل کس بیا لیکلي چې خلک ډېر بې‌وزله دي او اسلامي امارت دې د موټرو د اسنادو نوي کېدو برخه کې پخوانۍ باقي‌دارۍ په بشپړه توګه معاف کړي.

سالارزی مهمند بیا لیکي: «دا چې تېر نظام کې ښي لاس موټرو ته پنځه کلن اسناد ورکړل شوي وو، خلکو خپل موټر له یوه ولایت څخه بل ولایت ته بوتلل او چې بیا د درې کلنو اسنادو راجستر شروع دی، په ننګرهار کې دغو موټرو ته وایي چې پخوانیو ولایتونو ته ولاړ شي، چې پخوا مو په کې پنځه کلن اسناد اخیستي، دغه اوس یو لوې مشکل دی، دغه ګاډي (موټر) خو هسې هم بې‌اسنادو شوي، که په هر ولایت کې موجود وي نو هم هلته  ورکړل شي، خلک غریب دي، نورو ولایتونو ته د تګ او مصرف توان نه لري.»

د جاوېد امانزي په نوم یوه کس بیا لیکلي چې اسلامي امارت باید د موټرو کرایې کنټرول کړي؛ ځکه د پخوا په پرتله اوس د تېلو بیې ډېرې ټيټې شوې دي.

نور بېلابېل وړاندیزونه

یو کس لیکي، چين افغانانو ته په ګوړه کې زهر ورکوي، د چين لمريزې هندارې که له يوې خوا سهولت او له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل دي، خو له بلې خوا په افغانستان کې «د بنيادي تباهۍ لپاره ژور کار کول دي.»

هغه وایي، پر لمریزې برېښنا له ځمکې د اوبو رایستل به په راتلونکي تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې وچې کړي او دغه کار به د دې لامل شي چې شنې سیمې پر وچو دښتو بدلې شي.

هغه وایي، دولت بايد په بازار کې د لمریزو هندارو پېر پلور او په وسیله یې د اوبو رایستل د یوې معقولې طرحې له لارې کنټرول کړي.

ګل‌الرحمن مایار بیا د ټولګټو وزارت ته لیکي: «دا چې د کابل – کندهار لوېې‌لاری د بیاجوړېدو چارې روانې دي موږ مو ملاتړ کوو، خو هلته د مسافرو د تلو راتلو لپاره هېڅ ډول معیاری اصول په پام کی نه دي نیول شوي. نو ستاسې له درانه مقام او هلته د مسوولو شرکتونو او کاري ټیم څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د انجنیرۍ قوانینو په نظر کی نیولو سره کاري ساحې او فرعي سړکونه هر ساعت  آب‌پاشي شي چی دا کار به نه یوازې د ګرد او غبار مخه ونیسي، بلکې هلته پراته ولسونه به په روغ صحت او آرامه فضا کی ژوند وکړي، د خلکو د ناروغیو مخه به هم ونیول شي او مسافر به په مصوونیت سره سفر وکړي.»

یوه بل کس ویلي چې په لغمان کې د عزیزخان کډوالو کمپ اوسېدونکي له شلو کلونو راهیسې د برېښنا او پاکو اوبو نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

محب‌الله اخندزاده بیا لیکلي چې د ولسي تړون د شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو تنخواګانې پاتې دي او باید ورکړل شي.

محمد افغان وایي، د غزني په زنخان ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات نشته او باید دې ستونزې ته رسېدنه وشي.

یوه بل کس بیا ادعا کړې چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په اداره کې «ټول خپل او خپلوان مقرر شوي.»، ده د اسلامي امارت د تصفیې له کمېسیون څخه غوښتي چې «دغې ادارې ته سر ورښکاره کړي.»

د شینواري په نوم یوه بل تن له حکومته غوښتي چې په کابل کې د سفارتونو پرانیستو لپاره هلې ځلې وکړي، په ځانګړې توګه د سعودي عربستان سفارت او په کابل کې باید د امنیت ډاډ ورکړل شي.

عبدالقدیر صهیب وایي چې په فراه کې د روغتيايي خدمتونو برخه کې ډېرې ستونزې شته.

هغه زیاتوي، د فراه نفوس د غيردولتي موسسو د سرشمېرنې له مخې، یو عشاریه درې میلیون دی، خو د روغتیا برخې بودجه ورته د څلورسوه زرو کسانو په کچه په پام کې نيول کېږي.

د ظفرزي په نوم یو کس بیا وایي چې اسلامي امارت باید په مالیاتو کی کمښت راولی او مالیه لیکونکي دې له هټی‌والوسره په نرمښت چلند کوي.

پژواک، په دې اړه چې د افغانستان له سرپرست حکومته د خلکو تر ټولو مهمه غوښتنه څه ده؟ د روانې میاشتې په درېیمه هم یو راپور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې، یو شمېر خلکو د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي وو چې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي، له نړۍ سره په تعامل کې نرمي وکړي، د ولس ملاتړ خپل کړي، د حکومتولۍ لپاره قوانین جوړ کړي او کار د کار اهل ته وسپاري.  دغه‌راز هغوی پر ملي اجماع د ټینګار ترڅنګ غوښتنه کړې وه چې د ټولو شته ستونزه لپاره دې لویه جرګه جوړه شي او د سپین بیرغ ترڅنګ دې درې رنګه بیرغ هم وي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د افغانستان سرپرست حکومت هڅه کوي د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي.

هغه د پژواک د «خلکو غږ» خپرونې په اړه وویل: «دا خو د خلکو غوښتنې دي، نظام به یې واوري، بررسي به وکړي، هره غوښتنه چې عملي کېده هغه به عملي کړي، موږ د خلکو له غوښتنو سره ستونزه نه لرو، خلک به تقاضاوې لري، امارت هم کوشش کوي چې د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.