ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اذربایجان تکواندو نړۍوالو سیالیو کې اته افغان ورزشکارانو هم ګډون کړی

د اذربایجان تکواندو نړۍوالو سیالیو کې اته افغان ورزشکارانو هم ګډون کړی

author avatar
29 May 2023 - 11:35
د اذربایجان تکواندو نړۍوالو سیالیو کې اته افغان ورزشکارانو هم ګډون کړی
author avatar
29 May 2023 - 11:35

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د ورزش او المپیک ملي کمېټه وایي، د آذربایجان په کوربه‌توب د تکواندو په نړۍوالو سیالیو کې اته افغان ورزشکارانو ګډون کړی دی.

د المپیک ملي کمېټې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د تکواندو نړۍوالې سیالۍ د اذربایجان په پلازمېنې باکو کې تېره ورځ پیل شوې چې د جون تر څلورمې نېټې پورې به دوام ولري.

یادې کمېټې ویلي، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۲۰۰ هېوادونو ورزشکاران برخه لري.

سرچینه زیاتوي، په یادو سیالیو کې له افغانستان څخه په اتو وزنونو کې اتو ورزشکارانو، یو روزونکی، یو ټرینر او د تکواندو ملي فدراسیون رییس ګډون کړی دی.

‏د سرچینې په وینا، افغان ورزشکاران د تکواندو په یادو سیالیو کې د ګډون لپاره تېره ورځ اذربایجان ته تللي دي.

Views: 85

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.