لښکرګاه (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پر ساري ناروغیو د اخته کسانو درملنې لپاره ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه روغتون لګښت تر شپږو میاشتو پورې د بشري مرستو پراختیا موسسه/ RHDO له لوري ورکول کېږي.
د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید پژواک خبری اژانس ته وویل، په یاد روغتون کې به د ساري ناروغیو درملنه کېږي.
نوموړي زیاته کړه: «دلته هلمند کې د شري او دې ته ورته نورې ناورغۍ زیاتې دي، نو ځکه دغه ولایت داسې یوه روغتون ته اړتیا لرله.»
هغه وویل، د اړتیا په صورت کې د یاد روغتون د بسترونو شمېر له ۲۰ هم زیاتېږي.
په ورته وخت کې بیا، د هلمند د بست ولایتي روغتون امر ډاکټر عبدالاحد زاهد هم یاد روغتون د انتاني ناروغانو د درملنې لپاره ډېر اغېزناک بولي او وايي، بست روغتون ته د مراجعینو شمېر ډېر دی او باید امکانات يې زیات شي.
زاهد زیاته کړه: «هلمند کې د انتاني ناروغیو لپاره بل ځانګړی روغتون نشته، که چېرې د دغه روغتون بسترونه زیات شي او د شپږو میاشتو قرارداد یې اوږدمهاله شي نو دا به د بست روغتون نارغانو په درملنه کې ډېره مرسته وکړي.»
په ورته مهال، د یاد روغتون امر ډاکټر قدرتالله صدوزی وایي: «دغه روغتون ۳۸ کسه پرسونل لري،۲۰ بسترونه لري او له نري رنځ پرته به د ټولو ساري ناروغانو درملنه پکې کېږي.»
بلخوا، د هلمند خلک هم د یاد روغتون له جوړېدو خوښ دي، خو وايي چې د دغه ولایت نفوس ته په پام سره شته روغتيايي مرکزونه کم دي.
د لښکرګاه ښار یو اوسېدونکی قریشي خروټی وايي: «د هلمند ولایت نفوس ته په کتو سره یوازې موږ بست شفاخانه لرو، هغه باندي زیات بیروباردی اوهلته پر ټولو ناروغیو اخته کسان ورځي، اوس به په دغه روغتون کې د هغه ناروغانو درملنه وشي چې انتاني وي.»
د یادونې ده، په هلمند کې دا لومړی ځل دی چې د انتاني ناروغانو درملنې لپاره شل بستریز روغتون پرانیستل کېږي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP