Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې د چاودنې او خپلمنځي شخړې پېښو کې اووه کسان ټپیان شوي
ارشیف

پارون (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د نورستان ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کامدېش او نورګرام ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې د ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.

د نورستان د والي ویاند سيف‌الدين لټون وایي چې لومړۍ پېښه دوه ورځې مخکې د نورګرام د مليل په سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه وه چې څلور کسان په‌کې ټپيان شوي دي.

دغه راز هغه زیاتوي چې تېره ورځ په کامدېش ولسوالۍ کې د یوې مرمۍ چاودنې درې ماشومان ټپیان کړي چې د یوه روغتیايي حالت نازک دی .

د کښتوز سيمې یو اوسېدونکى بشيراحمد وايي چې دغه پېښه په ځمکه کې له پخوا پاتې یوه ماین چاودنې له امله شوې ده.

هغه زیاتوي: «موږ په وار وار له حکومت او د ماين پاکۍ له موسسو غوښتنه کړې ده چې زموږ سيمه کې ماين پاکي وکړي خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی»

بشيراحمد وايي، ياد ماشومان د پنځو او لسو کلونو ترمنځ عمرونه لري چې دوه وروڼه او بل يې هم د تره زوى دی چې په کرونده پرې ماین چاودنه کړې ده.

دا په تېره يوه اونۍ کې دویمه چاودنه ده چې په دغه ولايت کې کېږي؛ دوه ورځې مخکې په وانټ وايګل ولسوالۍ کې د ماين چاودنې څلور ماشومان ټپيان کړي وو .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.