کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې وايي، د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۲۲ هېوادونو په ۱۸ لوږېځپلو برخو کې حالت لا خرابېدونکی دی او دغو سيمو ته بايد په بېړنۍ ډول بشري مرستې ورسول شي.
د خوړو نړۍوال سازمان (ډبليوايفپي) او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې (اېفاېاو) په تازه راپور کې راغلي چې افغانستان، نایجریا، سومالیا، سوېلي سوډان او یمن هغه هېوادونه وو چې د لوږې لوړې کچې د شتون خبرداری پکې ورکړل شوی و او بورکینا فاسو، هایټي، مالي او سوډان هغه هېوادونه دي چې تازه دغې کچې ته رسېدلي دي.
په راپور کې پاکستان، د مرکزي افریقا جمهوریت، ایتوپیا، کینیا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، د سوریې عربي جمهوریت او میانمار هم له هغو هېوادونو او سیمو بلل شوي چې په اړه يې اندېښنې ډېرې دي.
سرچينه زياتوي، لبنان، السلواډور او نیکاراګوا د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د هغو هېوادونو نوملړ ته ور زیات شول چې لوږېځپلې سیمې پکې شته.
د راپور له مخې، مالاوي، ګواتیمالا او هاندوراس هم وار له مخکې په دغه نوملړ کې وو.
په راپور کې راغلي، د نړۍ د ۲۲ هېوادونو په اتلسو هغو برخو کې د لوږېځپلي حالت لا خرابېدونکی دی او دغو سیمو ته د بشري مرستو ور رسېدل بېړنۍ اړتیا بلل کېږي.
سرچينه زياتوي، په دغو سیمو کې داسې ټولنې او خلک شته چې د لوږې له سختې کچې سره مخ دي.
د راپور له مخې، جګړه او د اقليمي بدلون ناوړې اغېزې د دغې ستونزې له مهمو لاملونو څخه دي.
د خوړو نړۍوال سازمان اجرايي مشرې سېنډي مککېن ویلي: «نه یوازې دا چې په نړۍ کې د هغو سیمو او وګړو شمېر ډېر شوی چې له لوږې سره مخ دي، بلکې د هغوی د لوږې کچه هم تر پخوا ډېره شوې ده.»
په راپور کې د سوډان د څه باندې یو مېلیون وګړو بېځایه کېدل او کډوالي هم په دغه هېواد کې د یادې ستونزې لامل بلل شوی دی.
د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان عمومي مشر «دونجو کو» بیا ویلي، ټولو ته په نړۍواله کچه د خوړو د خوندیتوب لپاره اوسنۍ لارې چارې کارندې نه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP