[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په تمريناتي کمپ کې د ګډون او مرکزي اسيا سياليو ته د چمتووالي په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه.
د فوټبال فدراسیون رییس محمديوسف کارګر د لوبډلې د تلو پر مهال یوې غونډې ته وویل چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له ډېر وخت وروسته د مرکزي اسيا سياليو لپاره چمتووالى نيسي.
نوموړي زياته کړه، که د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې ته امکانات برابر شي، په نړۍواله کچه به لاسته راوړنې ولري.
په دغه کمپ کې چې پنځه ورځې به دوام ولري، ټول ٢٤ افغان لوبغاړي ګډون کوي چې ٧ یې له افغانستانه بهر ژوند کوي او د مرکزي اسيا سياليو ته به له دغو لوبغاړو لوبډله غوره شي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله داسې مهال سعودي عربستان ته د تمريناتي کمپ لپاره ځي چې له دې مخکې هم يادې لوبډلې ته په کابل کې د نوي سر روزونکي عبدالله المطیري له خوا نږدې يوه مياشت تمريناتي کمپ داير شوی و.
د یادونې ده، ياده لوبډله به په سعودي کې له تمريناتي کمپ وروسته د مرکزي اسيا فوټبال سياليو کې د ګډون لپاره قرغزستان ته سفر وکړي او هلته به د دې سياليو په «ب» ګروپ کې له ايران او قرغزستان سره لوبې ترسره کړي.
[/restrict]
Views: 183
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن