قلعهنو (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د بادغيس امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولایت په تګابعالم ولسوالۍ کې یو کس د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پېښه تېره شپه د تګاب عالم ولسوالۍ اړوند د شکراب په کلي کې شوې چې ياد شوی کس په ډزو وژل شوی دی.
سرچينه زياتوي، سيمې ته امنيتي ځواکونه ورغلي او د پېښې په تړاو پنځه مشکوک کسان نيول شوي دي.
سرچينه لیکي، مقتول او نيول شوي مشکوک کسان د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي چې اوسمهال د تګاب عالم ولسوالۍ په شکراب کلي کې اوسېدل.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن