فېروزکوه (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د څو ټولګټو پروژو ګټې اخیستنې ته سپارلو خبر ورکوي وایي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره د ځایي اوسېدونکو د ستونزو هوارېدو ترڅنګ ۱۰ زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیحالله غوثيزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، په دولتیار ولسوالۍ کې «له شاکځپلو ټولنو بېړني ملاتړ» په نامه د څو ټولګټو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه زیاته کړه، په یادو پروژو کې چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د افغان ایډ موسسې له خوا پلي شوې، ۳۵۰ تشنابونه، د اوبو رسونې ۷ شبکو ترمیم او ۵۵۰ متره محافظتي کانال جوړول شامل دي چې د ۲۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د دولتیار ولسوالۍ په ۱۰ کلیو کې پلې شوې دي.
سرچینې له جزئیاتو ورکولو پرته وویل چې په یادو پروژو کې د رغولو او ترمیم برخې شاملې وې.
نوموړی وایي، د یادو پروژو د کار په جریان کې ۱۰۵۰۰ ځایي کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او دغهراز د کلیو ۱۰۵۰ کسان په مستقیم ډول ترې ګټه اخلي.
د سیمې خلکو او له دې پروژو ګټه اخیستونکي د پروژو له پلې کېدو هرکلی کوي او ژمنه وکړه چې له دغو پروژو به په سم ډول ساتنه او څارنه کوي.
د غور د دولتیار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جمعهخان پژواک ته وویل: «موږ ډېر خوښ یو چې افغان ایډ موسسې زموږ د کلي د اوبو رسونې شبکه ترمیم کړه، خرابې شوې څاهګانې بېرته جوړې شوې، اوس زموږ ستونزه حل شوه او موږ ته یې اسانتیا برابره کړه.»
د دولتیار ولسوالۍ بل اوسېدونکی نورحبیب وایي، د وروستیو څو کلونو سېلابونو له امله د اوبو رسونې ځیني کانالونه ویجاړ شوي وو، خو د افغان ایډ موسسې له خوا ترمیم شول او کروندګرو ته د کرنیزو ځمکو خړوبولو زمینه برابره شوه.
نوموړي زیاته کړه: «موږ ډېر خوښ یو چې د ولسوالۍ عمومي کانال جوړ شو، زموږ د اوبو رسونې شبکې جوړې شوې او موږ له هغه استفاده کوو، زموږ ټوله هڅه دا ده چې له دې پروژو ساتنه وکړو.»
مسوولینو د یادو پروژو د بشپړېدو خبر په داسې حال کې ورکړی چې د یاد ولایت د ځینو ولسوالیو د اوسېدونکو په وینا، ډېرې نورې پروژې شته چې ترمیم ته اړتیا لري.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن