کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۲): د اسټرالیا یوې محکمې ویلي چې د دغه هېواد پر یوه سرتېري «بېن رابرټس سمېټ» په افغانستان کې د څلورو کسانو د وژلو لګول شوی تور رښتیا دی.
د بيبيسي د راپور له مخې، یاد اسټرالیایي پوځي د درېیو ورځپاڼو پر ضد د «نومبدۍ» هغه تاریخي دوسیه وبایلله چې دی یې په افغانستان کې پر جنګي جنایتونو تورن کړی و.
سرچینه لیکي، د اسټرالیا ځانګړو هوایي ځواکونو سرتېری رابرټس سمېټ په ۲۰۱۸ کال کې هله نومبدی شو چې د سيډني مارنېنګ هیرالډ، د اېج او د کینبرا ټایمز په نومونو ورځپاڼو له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د هغه د ځينو ناوړه کارونو په اړه مقالې خپرې کړې.
بيبيسي لیکي، یوې ملکي محکمې هغه رسنۍ محاکمه کړې چې پر سمېټ یې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې یې بې وسلې بندیان وژلي.
په راپور کې راغلي، د انتوني بېسانکو په نوم یوه قاضي د محاکمې پر مهال وویل، پر سمیټ له لګېدلو هغو شپږو تورونو څلور رښتیا دي چې دغه سرتېري رد کړي او وايي چې ګواکې په ښکېل نه دی.
سرچینه لیکي: «په دغو څلور وژنو کې یو لاس تړلی کروندګر یې په لغته وهلی او غورځولی و چې له کبله یې د کروندګر غاښونه مات شوي وو او وروسته په مرمۍ ویشتل شوی و، یو اسیر طالب یې لس مرمۍ پر شا ویشتلی و، بیا یې د هغه مصنوعي پښه د بريا د جام په څېر ورسره وړې وه او وروسته یې هغه د څښاک د لوښي په توګه کاروله. دوه هغه قتلونه چې د رابرټ سمېټ په امر شوي؛ تازه ورغلو سرتېرو ته یې امر کړی و چې د هغوی په وژلو او وینو بهولو سره دې خپل جګړهييز ماموریت پیل کړي.»
خو د محاکمې پر مهال یاد اسټرالیایي سرتېري ادعا کړې چې ګواکې پر ده د قتل لګول شوي پنځه تورونه بې بنسټه ځکه دي چې یاد کسان د جګړې په ډګر کې وژل شوي وو او د شپږم قتل قضیه هیڅ رښتیا نه ده.
د یادولو ده، په ۲۰۲۰ کال کې په یوه راپور کې د باور وړ داسې شواهد موندل شوي چې اسټرالیایي ځواکونو په افغانستان کې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې په ناقانونه توګه ۳۹ ملکي وګړي وژلي او بندیان کړي دي.
د راپورونو له مخې، اوس شاوخوا درې کاله وروسته سيمهیيزو رسنیو ویلي چې له ۴۰ ډېرو سرتېرو په جنګي جنایتونو کې د لاس لرلو په اړه تحقیق کېږي خو تر اوسه یې له ډلې پر یوازې یوه «اولیور شولز» تورونه ثابت شوي او پر سزا محکوم شوی دی.
Views: 117
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن