فراه، غزنی (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): غزني کې نن له ۵۰۰ بزګرو او په فراه کې له ۱۶۸۹ کوچیانو سره د نغدو پیسو او کرنیزو توکو مرسته وشوه.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا نن د ولایت په کچه له ۱۶۸۰ کوچیانو او مالدارانو سره نغدي مرسته وشوه.
سرچینه وايي، دا مرسته د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې/ DCA له خوا شوې او هرې کورنۍ ته ۳۴۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
د غزني د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم وايي، د ناروې موسسې په همکارۍ د دغه ولایت په دهیک ولسوالۍ له ۵۰۰ بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالمنان اکرام پژواک اژانس ته وویل، په دغه مرسته شوو کرنیزو وسایلو کې «بېلچې، پنجهکش، رمبې، کولنګ او د کرکېلي اوړند نور وسایل» شامل دي.
هغه خوښي څرګندوي چې په دې چارې سره به د دهیک ولسوالۍ یو شمېر کروندګر پر ځان بسیا شي. نوموړي زیاته کړه، له یادو مرستو څخه یې موخه له بېوزلو بزګرانو ملاتړ او د دوی د کورنیو د عوایدو ډېرول دي.
د غزني د کرنې او مالدارۍ رییس وویل، له دې وروسته به د همکارې موسسې په مرسته په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم له بېوزلو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وکړي.
Views: 1023
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن