ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ورسج ولسوالۍ اوسېدونکي: لارې مو خرابې دي او معیاری روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لرو

د ورسج ولسوالۍ اوسېدونکي: لارې مو خرابې دي او معیاری روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لرو

author avatar
1 Jun 2023 - 17:39
د ورسج ولسوالۍ اوسېدونکي: لارې مو خرابې دي او معیاری روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لرو
author avatar
1 Jun 2023 - 17:39

تالقان (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د تخار د ورسج ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د معیاري روغتیايي مرکزونو نشتوالي او مواصلاتي لارو خرابوالي له امله د ناروغانو درمنلې او مرکز ته د هغوی لېږدولو برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغوی پژواک خبري اژانس ته په خبرو کې له مرکز سره د دې ولسوالۍ د مواصلاتي لارې پخولو او په دې ولسوالۍ کې د معیاري روغتون او نورو روغتيايي مرکزونو جوړېدو غوښتنه کوي.

د ورسج ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي ځانګړی جغرافیایي موقعیت لري چې ښکلی طبیعت او شنې درې لري چې هر کال زرګونه سیلانیان ورځي، خو اوسېدونکي یې د محرومیت په اوج کې اوسېږي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالله وویل: «زموږ لار تر مرکز پورې دومره خرابه ده چې که روغ انسان هم دو ځلې سفر پرې وکړي، ناروغ کېږي، نو د دې ولسوالۍ غریب خلک څنګه خپل ناروغان پر وخت د ولایت مرکز ته ورسوي.»

نوموړي زیاته کړه: «د دغه سړک پخولو طرحه هم به تېر حکومت او هم په اوسني حکومت کې منظور شوې ده خو تر اوسه د شعار په حد کې ده او کار يې نه دی پیل شوی، موږ له اوسني حکومته غواړو چې د یادې لارې پخولو ته جدي پاملرنه وکړي او بېوزله خلک له شته ستونزو وژغوري.»

د ورسج ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عجب‌ګل وايي چې د معیاري مواصلاتي لارې نشتوالی او د تېر حکومت نه پاملرنه لامل شوي چې تر اوسه هم خلک له ستونزو سره مخ وي.

هغه زیاتوي، د دې ولسوالۍ سړک نه دی قیر شوی، خلک مرکز ته د خپلو ناروغانو په لېږدولو کې له ستونزو سره مخ دي، ان ځیني وخت ناروغان د سړک خرابوالي له امله روغتون پر لاره ساه ورکوي.

هغه هم ټینګار کوي چې د دې لارې په پخېدو سره نه یوازې د خلکو ستونزې حل کېږي، بلکې سیلانیانو ته هم لا ډېره زمینه برابرېږي.

د هغه په وینا، د یادې ولسوالۍ د سړک یوه برخه قیر شوې، خو بله برخه یې نابشپړه پاتې ده.

د تخار د ورسج اوسېدونکي نه یوازې د لارې له خرابوالي، بلکې معیاري روغتیايي مرکزونو ته له نه لاسرسي  او نورو ستونزو هم شکایت کوي.

ځایي اوسېدونکی عبدالواسع وايي: «د ولسوالۍ په کچه موږ د روغتيايي مرکزونو له کمښت سره مخ يو، په خپله ولسوالۍ کې يو روغتيايي مرکز فعاليت لري چې نه د جراحي څانګه لري او نه هم متخصص ډاکټر او نه د ټولو خلکو اړتياوو ته ځواب ويلی شي، موږ له حکومته غوښتنه کوو چې نور روغتیايي مرکزونو او معیاري روغتونونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي څو په نیمه شپه کې تالقان سرګردان نه شو.»

بلخوا، د ورسج جامع مرکز مسوول عبدالاعلا احمدي پژواک ته که څه هم مني چې په یاد روغتون کې د جراحي په ګډون اساسي برخې نشته خو وايي: «ډېری وخت عاجل ناروغان د درمنلې لپاره د فرخار والسوالۍ روغتون ته لېږدوو.»

احمدي هم وايي، ځینې وخت د سړک خرابوالي له امله عاجل ناروغان د دغه ولايت مرکز ته له رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه له یوې طرحې خبر ورکوي چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې ژر تر ژره  په یاده ولسوالۍ کې یوه ۲۰ بستریز روغتون جوړ کړي څو د خلکو ستونزو ته د پای ټکی کیښودل شي.»

دغه راز د ورسج ولسوال عبدالغفار غفوري هم د سړک خرابوالي او د معياري روغتون نشتوالي په برخو کې د خلکو ستونزې مني او وايي چې دا ستونزې یې له لوړپوړو چارواکو سره د یوه مکتوب له لارې شریکې کړې، څو د خلکو اندېښنو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي همداراز وویل، په دې وروستیو کې خلک هڅه کوي چې د دغه سړک یوه برخه په خپل لګښت ترمیم کړي.

ورسج ولسوالۍ د تخار يوه له خورا شنو ولسواليو ده چې د تخار له مرکز تالقان څخه په ٩٠ کيلومترۍ کې موقعیت لري او په پسرلي او اوړي کې يې زرګونه سيلانيان له بېلابېلو سيمو ليدنه کوي.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.