ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلامي امارت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک د وروستي راپور هرکلی وکړ

اسلامي امارت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک د وروستي راپور هرکلی وکړ

author avatar
1 Jun 2023 - 14:48
اسلامي امارت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک د وروستي راپور هرکلی وکړ
ارشیف
author avatar
1 Jun 2023 - 14:48

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): اسلامي امارت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی او له نړۍوال بانک یې غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو چارې پيل او بشپړې کړي.

اسلامي امارت همداراز ویلي، که نړۍواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه کړي، افغانستان به په اقتصادي برخه کې نور هم پرمختګ وکړي او که د دغه بانک په شان ټول نړۍوال سازمانونه نړۍ ته د افغانستان واقعي او رېښتینی انځور وړاندې کړي نو له یوه لوري به نړۍ پر حقیقي وضعیت خبره او له بل لوري به له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته لاره هواره شي.

د ریاست‌الوزار اقتصادي معاونیت نن (پنج‌شنبه) د نړۍوال بانک د وروستي راپور په اړه اعلامیه خپره کړې او ویلي، په دغه راپور کې ویل شوي چې د خوراکي او نفتي توکو بیې ټیټې شوې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت پاتې شوی، د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه هم ډېره شوې، د دولتي کارکوونکو معاشونه پر وخت ورکړل شوي، په هېواد کې دننه د خوراکي توکو تولید لوړ شوی او له بانکونو څخه د پیسو په ایستلو کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

سرچینه لیکي، اسلامي امارت د اقتصادي وضعیت په تړاو د منعکس شوو واقیعتونو ستاینه کوي او په دې باور دی چې په راپور کې راغلي واقیعتونه او موضوعات د اقتصادي خوځښت په برخه کې هغه روښانه انځور دی چې یاد بانک نړۍ ته وړاندې کړی دی.

اقتصادي معاونیت لیکلي، که نړۍواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه کړي، نو له شک پرته افغانستان به په اقتصادي برخه کې نور هم پرمختګ وکړي او بار به یې د نړۍوالې ټولنې له اوږو سپک شي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، که چېرې د نړۍوال بانک په څېر ټول نړۍوال سازمانونه نړۍ ته د افغانستان په اړه واقعي او رېښتینی انځور وړاندې کړي، نو له یوه لوري به نړۍ پر حقیقي وضعیت خبره شي او له بل پلوه به له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته لاره هواره شي.

په اعلامیه کې پر ټولو نړۍوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو غږ شوی چې له اسلامي امارت سره د افغانستان په بیارغونه کې لاس ورکړي، په دغه کار سره به د بې‌کارۍ کچه راکمه شي او د هېواد پر اقتصادي وضعیت به لا ډېر مثبت اغېز وکړي.

د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوال بانک څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه د واقعیتونو خپرولو ترڅنګ، هغه پروژې چې د دغې ادارې له لوري تموېلېدې او اوس یې کارونه نیمګړي پاتې دي، بېرته پيل او چارې یې بشپړې کړي.

Views: 152

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.