شبرغان (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د جوزجان د عامې روغتیا ریاست وایي، په دغه ولایت کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو له امله د یوه ډاکټر په ګډون دوه کسان مړه شوي او پنځه روغتیایي کارکوونکي پرې اخته شوي دي، خو د اخته کسانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د جوزجان د عامې روغتیا رییس قاري ذبیحالله حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل، پر کانګو ناروغۍ اخته یوه ناروغ د جوزجان ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره مراجعه کړې وه چې د هغه له لارې دوه ډاکټران او ۴ روغتیايي خدمې هم پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د اخته کسانو له ډلې د یاد روغتون یوه ډاکټر او یوه ناروغ -چې قصاب او د یاد ولایت د خماب ولسوالۍ اوسېدونکی و- مړه شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د روغتون یو ډاکټر او څلور کارکوونکي چې پر یادې ناروغۍ اخته شوي دي، تر درملنې لاندې دي.
حسیني زیاته کړه چې د عامې روغتیا ریاست د یادې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره خپلې نهایي هڅې کوي او ناروغان یې قرنطین کړي دي.
سرچینې څرګنده کړه: «اوس د ناروغانو حالت د ډاډ وړ دی او ښه شوي دي.»
نوموړي د روغتیا برخه کې د ځینو نړۍوالو موسسو همکاري له یادې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره اغېزناکه وبلله او د بېلګې په ډول یې وویل چې د روغتیا نړۍوال سازمان د جوزجان عامې روغتیا ته د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره ۹۰ ځانګړي کیټونه ورکړي دي.
د عامې روغتیا رییس زیاته کړه، اوس ناروغي تر کنټرول لاندې ده او د لسو ورځو په تېرېدو هیڅ مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست د انتاني ناروغیو برخې مسوول، ډاکټر جمالالدین نوري وایي چې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو حالت د ډاډ وړ دی؛ ځکه هغوی تر جدي مراقبت لاندې دي.
هغه زیاته کړه چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یوازینۍ لار د خلکو د پوهاوي کچې لوړول دي.
د جوزجان ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون خدمه عبدالعزیز چې پر کانګو ناروغۍ اخته شوی او اوس یې روغتیایي حالت ښه او د ډاډ وړ دی، پژواک خبري اژانس ته وویل: «پخوا چې پر دغې ناروغۍ اخته شوم له ډېر درده ځورېدم.»
هغه زیاته کړه، اوس د ډاکټرانو په هڅو او همکارۍ ښه شوی دی.
Views: 75
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن