قلعهنو (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د ماشوم له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د بادغیس ولایت یو کارګر ماشوم محمد وايي چې د بېوزلۍ له امله له ښوونځي بېبرخې شوی او اړ دی چې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره ټوله ورځ خځلې راټولې کړي.
خو بلخوا بیا، ځایي مسوولین د ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې زمینې برابرولو خبره کوي.
د جون لومړۍ نېټه د ماشوم نړۍواله ورځ ده؛ دا ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې په هېواد کې د څلور لسیزې جګړې او اقتصادي ستونزو له امله زرګونه ماشومان د خپل ژوند له لومړنیو حقونو محروم او ډېری یې پر سختو کارونو بوخت دي.
۱۱ کلن محمد چې د قادس ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او اوسمهال په قلعهنو ښار کې اوسېږي، هره ورځ د خځلو په راټولولو او پلورلو سره له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو عاید لري چې د ۱۰ کسیزې کورنۍ لپاره یې بسنه نه کوي.
محمد چې خپل پلار په تېرو جګړو کې له لاسه ورکړی، د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه راوړنکی دی؛ د کورنۍ نورو غړو یې د مجبورۍ له مخې د ده په کمزورو مټو ترلاسه کېدونکي عاید ته سترګې نیولې دي.
نوموړی وایي، جنګ، بېوزلي او ناداري هغه لاملونه دي چې له ښوونځي محروم کړی او له اړې ورځې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو په موخه خځلې ټولوي.
هغه تمه لري چې دولت یې لاسنیوی وکړي، څو وکولی شي درس ووایي او خپلو هیلو ته ورسېږي.
په ورته مهال، د بادغیس د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، دوی تر اوسه زرګونه د سړک غاړې ماشومان راټول کړي او په ښوونځيو او تعلیمي پروګرامونو کې شامل کړي دي.
د باغیس د کار او ټولنیزو چارو رییس تورجان خادمي وایي، روزنتونونه، ښوونځي او کورسونه هغه پروګرامونه دي چې د ماشومانو لپاره ځانګړي شوي دي.
که څه هم د بادغیس د کار او ټولنیزو چارو رییس د دغو ماشومانو کره شمېر یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه چې د دوی ادارې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰۰ ماشومانو ته د درس زمینه برابره کړې ده.
خادمي وویل، دغه اداره هڅه کوي څو په یاد ولایت کې ډېرو ماشومانو ته د حرفې او زدهکړو زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې په بادغیس بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ډېر ماشومان پر سختو کارونو بوخت او له زدهکړو بېبرخې دي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن