[restrict paid=”true”]
میدانښار (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲) د میدانوردګو امینې قوماندانۍ مسوولین وایي چې د دغه ولایت د بهسودو دویمې حصې ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو امنیې قوماندانۍ له خوا د غبرګولي په ۱۱مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ د اببند کوتل سیمه کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، په یاده سیمه کې د سپرلیو یو د مارسډیز موټر له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله یې دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.
امنیې قوماندانۍ ویلي، د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له خوا سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي دي.
سرچینه وایي، د یو شمېر ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.
د یادوني ده، په میدانوردګو ولایت کې ډيری وخت دا ډول پېښې د لارو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
[/restrict]
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن